2024-09-19

نوي محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ونیول سوه!

پرون چهارشنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو معاونیت تر چتر لاندي د اوه ویشتمي دورې کانکور ازمویني د لاري څخه بریالي نوي محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ونیول؛ چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د محصلانو مرستیال ښاغلي عبدالغني حسن، د دایکندي پوهنتون رهبري، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او نوي محصلانو ګډون کړی وو.

په پیل کي ډاکټر نور ټولو نوي محصلانو ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ ئې د مؤسسې هدف، لرلید او ارزښتونو تشریح کړل

د محصلانو مرستیال ښاغلي حسن د تدریسي او اداري خدماتو په اړه خبري وکړې او محصلانو ته ئې د سته سهولتونو په اړه معلومات ورکړل، د محصلانو څخه ئې هیله وکړل چي د سته امکاناتو څخه په ښه ډول استفاده وکړئ.

د هري پوهنځی مشرتابه د خپلي پوهنځی د کریکلوم، لرلید، هدف او ارزښتونو رڼا واچول.

د دایکندي پوهنتون رئیس ښاغلي انجنیر محمد ناصر نیکزاد نوي محصلانو ته په خطاب کي د زده کړو، علمي څیړنو پر ارزښت خبري وکړې.

په غونډه کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي اول نومره، کانکور کي د لوړو نمرو ترلاسه کوونکی او د تخصص څخه فارغ محصلان وستایل او رهبري دوی ته په ژوند کي د لا ډیرو بریا هیله وښودل.

غونډه په دعا ویلو سره پای ته ورسیدل

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

نېټه:۱۴۰۳/۶/۲۹

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

نوي محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ونیول سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22