2024-09-21

د علمي شورا د شپږم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سوه!

نن شنبه د روان ١٤٠٣ کال د سنبله میاشتي پر یودیرشمه نېټه د علمي شورا د شپږم پروتوکول غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور په مشري ترسره سوه، چي پکښي، عمومي ریئس محمد واسیع صدیقي، محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال او د علمي شورا غړو حضور درلودی.

غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو را پيل سوه او ورپسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل، او ځينو کړونو په اړه يې خپل راپور شریک کړ.

وروپسې د اجڼدا سره سم پر نوي ترتیب سو طرزالعملونو بحث وسو،

چي د نظریاتو شریک کولو وروسته د رایو په اکثریت سره تائید سوه.

د اجنډا مطابق د دریو واړه پوهنځیو، آمریتونو، مدیریتونو د خپلو فعالیتونو د دوهمي روبعي راپورنه شریک کړل.

د غونډي په جریان کي پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو هم خبري وسوې.

په وروستۍ برخه کي ځیني مهم اسناد تائید او د علمي شورا په کتاب کي ثبت سوه.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستیو ورځو کي د مؤسسې په کچه علمي شورا ترسره کیږي او د مؤسسې په کچه مهم تصامیم پکښي نیول کیږي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: پنجشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۶/۳۱

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د علمي شورا د شپږم پروتوکول نوبتي غونډه ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22