2024-09-23

د نظم او ډسپلین کمېټې نوبتي غونډه ترسره سوه!

نن يکشنبې د روان ١٤٠٣ کال د ميزان میاشتي پر دوهمه نېټه د نظم او ډسپلین کمېټې غونډه د عمومي رئیس، محمد واسیع صديقي په مشري ترسره سوه، چي پکښي، علمي مرستيال، محصلانو چارو مرستیال، مالي او اداري مرستیال او د همدې کمېټې غړو حضور درلودی.

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتو په تلاوت پيل سوه او ورپسې د کمېټې منشي د محصلانو چارو معاون تيرو کړنو او فيصلو ته کتنه وکړل، او د ځينو کړونو په اړه يې خپل راپور شریک کړ.

وروپسې د اجڼدا سره سم، د محصلینو پر شکایتونو، وړانديزونو او اصلاحاتو بحث وسو. د رایو په اکثریت سره ځيني پريکړي تائید سوې او د ګرانو محصلانو د غوښتونو سره سم به عملي سي.

عمومي رئیس زیاته کړه، چي د محصلینو وړانديزونه او شکایتونه موږ ته د قدر وړ دي، هره سالمه، مثبته او اصولي غوښتنه به يې ومنو او دَ هغه اړوند پريکړي به يې عملي کړو.

علمي مرستيال د محصلینو پر نظم او ډسپلین ټينګار وکړ او زياته کړه، چي علمي او اکاډميک مرکزونه، محصلین او استادان له نورو څخه بايد متفاوت وي، د محصلینو د شکایتونو وروسته به په هره برخه کې تغير راسي.

د کمېټې غړو پر بيلا بيلو مسایلو بحث وکړ.

د يادوني وړ ده، چي د نظم او ډسپلین کمېټې غونډي د محصلینو پر شکایتونو، وړانديزونو، پر پېښو او هغه مسايلو چي په مؤسسه او تدريسي ماحول کي مثبت بدلون راولي ځانګړې سوې ده او غونډي ئې نوبتي دي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: دوشنبه

نېټه: ۱۴۰۳/۷/۲

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د نظم او ډسپلین کمېټې نوبتي غونډه ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22