2024-10-21

د اداري سلوک او سلسله مراتب اړونده سیمنار وړاندي سو!

تیر شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د مسلکي او پرمختیایي مرکز او نشراتو آمریت په ګډه همکاري د اداري سلوک او سلسله مراتب اړونده یو ورځیني سیمنار تر سره سو.

یاد سیمنار د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې مالي او اداري مرستیال ښاغلي بخت محمد ریحان لخوا وړاندي سو. چي پکښي اداري سلوک، اداري اخلاق، سلسله مراتب، اخلاقي پالیسۍ، د اکاډمیکي ازادي پالیسۍ، دکارکوونکو او استادانو شکایتونو ته د رسیدني میکانیزم پیژندنه په بشپړه توګه تشریح سوه.

تر هغه ورسته یي پر ګټو او ارزښتونو باندي مکمل بحث تر سره سو.

د یادوني وړه ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت پر وخت اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني پر پار علمي سیمنارونه او ورکشاپونه وړاندي کوي.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: یکشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۷/۲۹

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

#ميرويس_نیکه_تعليمي_او_تحصيلي_ګروپ

د اداري سلوک او سلسله مراتب اړونده سیمنار وړاندي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03