2024-10-23

(٨٣) تنه روغتیاپالان د نیمه لوړو زده کړو څخه فارغه سوه!

نن چهارشنبه د میرویس نیکه د نیمه لوړو زده کړو مؤسسې د نرسینګ ډیپارټمنټ څخه (٨٣) تنه روغتیاپالان فارغه سوه، په یاده فراغت غونډه کي د کندهار ولایت مرستیال والي مولوي محمد صادق انقلابي، د عامي روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر نجیب الله داوري، میرویس نیکه د روغتیایي علومو انستیتوت علمي مرستیال ښاغلي محمد کریم کمال، استادانو، د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي محمد واسع صدیقي او مرستیالانو، اداري کارکوونکو او د فارغینو والدینو ګډون کړی وو.

(٨٣) تنه روغتیاپالان د نیمه لوړو زده کړو څخه فارغه سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Dec-03