2024-10-24

د محصلینو تر مینځ د احصائي مضمون کي د نموني اخستني میتودونو رقابتي سیالي ترسره سوه!

تیره سه شنبه د روان ١٤٠٣ کال د عقرب میاشتي پر درېیمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د دوو صنفونو تر منځ یو د سهار دورې لومړی سمستر او بل ماپښین دورې لومړی سمستر صنفونه ول، د محصلینو تر منځ ئې سیالي د لارښود استاد احمد محمدي په همکاري ترسره سوه، استادانو او اداري کارکوونکو حضور درلودی، دوی خپل موضوع وړاندي کړل او د استادانو له لوري څخه ئې ارزونه ترسره سوه.

محصلانو د حصائي مضمون د نموني اخستني اړوند ګرافونه تشریح څخه وروسته د ګډونوالو سوالونو ته جوابونه وویل؛ د مسلکي او معیاري نمونه اخستني ښه تشریح ورکوونکی کس ته د ژوري هیئت له خوا نمري هم ورکول سوې اړ په معنوي ډالۍ سره تقدیر سو.

د یادوني وړ ده چي د محصلینو د ظرفیت جوړوني په برخه کي یاد سمینارونه، تمثیلي محکمې، ساینسي نندارتونونه، سیر علمي او نور بیلابیل عملي کارونه د دریو واړو پوهنځیو په همکاري د منظم پلان له مخي وړاندي هم ترسره سوي دي او یاده لړۍ به دوام ولري.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: پنجشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۳

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د محصلینو تر مینځ د احصائي مضمون کي د نموني اخستني میتودونو رقابتي سیالي ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21