2024-10-25

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې میرویس حوزوي روغتون ته (۲۸۰۰۰) سي سي وینه ورکړل.

په وینه ورکولو سره د ماشومانو ژوند وژغورئ د یاد شعار له مخي د ویني د ورکړي کمپاین د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې له خوا ترسره سو، چي په یاد کمپاین کي اداري کارمندانو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ونډه اخستې وه.

په ټولنه کي د برخه اخستني کمیټې او د میرویس حوزوي روغتون د روغتیائي پلاوي په ملتیا د ویني د ورکړي کمپاین په لار واچول سو چي په پایله کي (۲۸۰۰۰ سي سي) وینه په وړیا ډول ورکړل سوه.

یاد روغتیائي ټیم د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اداري څخه مننه وکړه چي یاد کمپاین ئې په لار اچولی وو او خپله وینه ئي ناروغانو لپاره تحفه کړل.

دغه کمپاین په داسي وخت کي ترسره سو چي اوس یوازي په کندهار حوزوي روغتون کي تر پنځوسو (۵۰) ډیر د تلاسیمیا (Thalassemia) ناروغان سته چي هره اونۍ ویني ته اړتیا لري.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې په ټولنه کي د برخي اخستني په پار په بیلابیلو برخو کي خپله ونډه اخستې ده.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: سه شنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۵

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې میرویس حوزوي روغتون ته (۲۸۰۰۰) سي سي وینه ورکړل.



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21