2024-10-26

د اقتصاد پوهنځی محصلانو د مشورې ورکولو مرکز څخه لیدنه وکړل!

نن شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ نېټه د اقتصاد پوهنځی محصلانو د اداره او تجارت ډیپارټمنټ د آمر ښاغلي احمد ضیاء سعادت په ملتیا د مشورې ورکولو مرکز څخه لیدنه ترسره کړل؛ په پیل کي د مشورې ورکولو مرکز اهداف د ښاغلي عبدالقادر تکین له لوري څخه وړاندي سوه او د محصلانو ته ئې د ټولو خدماتو او فرصتونو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې یو شمیر محصلانو ته د طب پوهنځی استاد ډاکټر محمد یاسین غني څخه په نوبتي ډول مشورې ترلاسه کړې.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د نورو پوهنځیو محصلانو هم د مشورې اخستلو لپاره یاد مرکز ته مراجعه کړې وه.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: سه شنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۵

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د اقتصاد پوهنځی محصلانو د مشورې ورکولو مرکز څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21