2024-10-27

د طب پوهنځی په کچه د ممتاز استادانو او ممتاز محصلانو ستاینغونډه ترسره سوه!

نن یکشنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي یاده ستاينغونډه ترسره سوه، چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي عبدالغني حسن، د طب پوهنځی رئیس ښاغلي ډاکټر حاشر، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی وو.

پرانستې وینا علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور وکړل او د ممتاز استادانو او محصلانو زحمتونه او هڅي ئې وستایلې، ورپسې د محصلانو چارو مرستیال وینا وکړل او ټولو ممتاز استادانو او محصلانو ته ئې مبارکي ورکړل، خوښي ئې وښودل چي په خپله ټولنه کي استعدادونه لرئ.

د غونډي په جریان کي لومړی ممتاز استادان اعلان کړل سوه او د مؤسسې د ادرې له لوري څخه ایوارډونه ورکول سوه.

د یادو استادانو له جملې څخه هر یو لکه استاد فاروق بهیر، ډاکټر عبدالحنان عزت، مولوي سید سمع الله قریشي، ډاکټر دوست محمد سحر، ډاکټر نقیب احمد دوست او ډاکټر نور خالق نور؛ دا هغه استادان وه چي د محصلینو له لوري څخه د ارزیابۍ له مخي د رضایت لوړه فیصده ئې ترلاسه کړې وه.

ورپسې ممتاز محصلان اعلان سوه ګچي د پوهنځی په کچه ئې په سمسټر واره ازموینو کي لوړه فیصدي یا نومرې ترلاسه کړي وې.

د محصلانو د جملې څخه هر یو شفیق الله، شفیع الله او احمد خان ول تقدیر سوه.

په غونډه کي ځانګړی میلمه او د همدې مؤسسې فارغ ډاکټر عبدالهادي سلطان چي اوس په کندهار کي د (OPHCD) مؤسسې ولایتي رئیس دی هڅي ئې وستایل سوې او ځانګړی ستاینلیک د معنوي ډالۍ په توګه ورته ورکول سو.

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي د اقتصاد پوهنځی د ممتازو استادانو او محصلانو غونډه هم ترسره سوې وه.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: یکشنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۶

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د طب پوهنځی په کچه د ممتاز استادانو او ممتاز محصلانو ستاینغونډه ترسره سوه!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21