2024-10-28

د اقتصاد پوهنځی د محصلانو سیر علمي ترسره سو!

پرون یکشنبه( ۱۴۰۳/۸/۶) د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی د رئیس ښاغلي عبدالحمید عیان په مشري د ښاغلي استاد احمدالله کریمي، ښاغلي عبدالقادر تکین او محصلانو په ملتیا په کندهار کي د حج ګروپ د مالي او سوداګریزو چارو څخه لیدنه ترسره کړل

په پیل کي د یاد بنسټ مسؤلینو هر یو ښاغلي عبدالوارث جبارزي او ښاغلي نصیب الله حقپال محصلانو ته د حج ګروپ د خدماتو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او بیا ئې د هري برخي څخه په عملي ډول د لیدني زمینه مساعده کړل

محصلانو په یاده لیدنه کي پوښتني مطرح کړې او د مسؤلینو له لوري څخه جوابونه ورکړل سوه.

هیره دي نه وئ چي دغه علمي لیدني به په راتلوونکي کي هم جریان ولرئ.

د یادوني ده چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې او حج ګروپ تر منځ د علمي همکاریو هوکړه شتون لرئ چي له مخي ئې تر دې دمه دوه تنه محصلان د کار زده کړي لپاره حج ګروپ ته معرفي سوي دي او د حج ګروپ له لوري څخه مؤسسې ته محصلان د تخفیف له مخي معرفي سوي دي چي اوس عملآ په لوړو زده کړو بوخت دي، زموږ علمي مشارکت به ان شاالله په نورو برخو کي هم دوام ولري.

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

ورځ: سه شنبه

نېټه:۱۴۰۳/۸/۷

ویبپاڼه: www.mnu.edu.af

د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243

ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

د اقتصاد پوهنځی د محصلانو سیر علمي ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-21