2021-06-22

موضوع: په اسلامي نظام کي د کارحقوق

ليکنه: استاد نظر محمد نظري

دنده: د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی استاد

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

(کارمندانو او استادانو د مقالو برخه)

په اسلامی نظام کې د کارحقوق اسلام جامع او کامل دین دی چي په هره برخه احكام وړاندی کړیدی چی په کاری برخه کی هم هراړخیز او بشپړ حکمونه رالیږلی دی.

نو ددی لپاره چی په اسلامی نظام کی په کارحقوقو باندی پوهه شو نو لمړی د کارګر حقوق ، دوهم د کارفرما حقوق او دریم د کارګر او کارفرما ترمنځ مشترک حقوقو ته اشاره کوم.

لمړی :د کارګر حقوق:

۱: مزد او اجوره:

اسلام خپلو پيروانو ته لارښونه کوي چې مزدور ته د کار په بدل کې خپله مزدوري ورکړي خو دا چې مزدور د کومو کارونو په بدل کې مزدوري اخیستلای شي؟ او څه شی بايد په مزدورۍ کې ورکړل شي؟ په دې اړه هم د اسلام دريځ روښانه دی او هغه دا چې هر هغه کار چې په اسلامي شريعت کې حرام او نامشروع نه وي مسلمان کارګر ته د هغه کار د کولو په بدل کې مزد ورکول کيږي او هر هغه شی په مزد کې ورکول کيدای شي چې ارزښت ولري او د تمليک وړ وي.

۲: د کار انتخاب :

په اسلامي ټولنه کې هر فرد چې وغواړي کار کولای شي پرته له دې چې په ده باندي زور وشي او د کار انتخاب هم فرد پخپله کوي او هر کار چې خوښه يې وي او په وس يې پوره وي همغه ځان ته انتخابولای شي(خو پدې شرط چې نوموړی کار په اسلامي شريعت کې نامشروع نه وي) او هيڅوک نه شي کولای چې څوک په داسي کار مجبور کړي چې د هغه د خوښي خلاف وي.

۳: د کارمحل انتخاب:

په اسلامي ټولنه کې کارګر حق لري چې ځان ته د کارکولو ځای په خپله خوښه انتخاب کړي او کارفرما نه شي کولای چې کارګر په داسي ځای کې په کار وګماري چې د هغه د خوښي خلاف وي خو که کارګر په خپله خوښه د دولت سره د پروتوکول په اساس وظيفه ترسره کوي نو که په دې صورت کې يي دولت په بل ځای کې په کار ګماري نو په دې کې باک نشته.

۴: په کارګر به د ده د توان څخه اضافه کار نه کيږي:

يعني کارګر چې د کوم کار په کولو ګمارل کيږي دغه کار به د کارګر د وس او توان څخه پورته نه وي حضرت عمر فاروق رضی الله عنه به په هفته کې يو وار په کارګرو باندي ګرځيده او د کوم کارګر کار چې به د هغه د وس او توان څخه زيات وو هغه به يي بدلوه او په داسي کار به يي ګماره چې د ده په وس به وو نو له دې څخه معلوميږي چې په اسلام کې به چا باندي د داسي کار کول نه دي روا چې د کولو توان يي نه لري.

۵: د کارګرخوراک او لباس حق:

هغه کارګر چې د چا سره په اوږد مهاله ډول شپه او ورځ کار کوي هغه په کارفرما باندي حق لري چې د ده د خوراک او لباس بندوبست وکړي او هغه خوراک چې کارفرما يي د ځان لپاره خوښوي کارګر ته هم بايد هماغسي خوراک ورکړي.

۶: په سفر کې ورته د سپرلۍ برابرول:

کله چې يو کارګر د کارفرما لخوا په سفر ليږدول کيږي نو کارفرما په دې مکلف دی چې د سفر لپاره ورته سپرلۍ برابره کړي او يا ورته د سپرلۍ خرڅ ورکړي.

۷: کارفرما به کارګر ته سپکي سپوري نه وايي:

کارفرمايان نه شي کولای چې خپلو کارګرو ته بد رد ووايي او سپکې سپوري او ښکنځل ورته وکړي اګر که کارګر په کار کې سهوه اوخطا هم شي او کار ورڅخه خراب هم شي.

يوه ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې که چيري يو مزدور په کار کې خطا وکړي نو دې مزدور ته بايد څومره سزا ورکړل شي؟

نو رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅ جواب ورنکړ او چوپ شو، هغه سړي دوهم وار پوښتنه وکړه رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا ځواب ورنکړ او چوپ شو، هغه سړي دريم وار خپله پوښتنه تکرار کړه، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: که چيري يو مزدور اويا ځلي هم په کار کې خطا وکړي نو هغه ته ووايه چې دا کار دي ولي غلط کړ؟(يعني له دې زيات هيڅ سخته خبره ورته مه کوئ) کله چې پوښتونکی شخص ولاړ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمايل: که چيرې د الله تعالی خوښه وای نو دغه ستاسو مزدوران به يي په تاسو حکمرانان ګرځولي وای نو د خپلو مزدورانو په وړاندي د مرحمت او نرمۍ څخه کار واخلئ.

له پورته روايت څخه څرګنديږي چې په اسلام کې کارفرما حق نه لري چې خپل کارګر ته بد رد ووايي او يا ورته ښکنځل وکړي.

۸: د کارګر څخه د تاوان نه اخستل:

اسلامی قتصادی نظام خپلو پیروانو ته دا حکم کوی چی کله یو کارګر یو کار چاسره کار کوی او له ده څځه مالک ته تاوان ورسیږی نوکارګر پدی مکلف ندی چی تاوان تری واخیستل شی.

پدی اړه د فقهاؤ دوه نظره دی.

الف : امام ابوحنیفه او امام زوفر رحمهم الله : دوی وایی چی په مطلق شکل باید له کارګرڅخه تاوانن وانه اخیستل شی مګر پدی شرط چی دکارګر تاوان رسولو قصد او اراده په کی نه وی او دغه تاوان دځینو نورو حوادثو له مخی رامنځته شوی وی.

موضوع: په اسلامي نظام کي د کارحقوق



نور اړوند خبرونه
2024-May-19