2021-07-18

موضوع: غوره مدیریت او رهبریت

ليکنه: نور الله نور
حقوق او سیاسي علومو پوهنځی محصل
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه
(د محصلينو مقالو برخه)

آيا غواړې چي يو غوره مدير او یا رهبر اوسې؟
ځيني کسان د خپل ښه کار کولو له امله داسي معلومیږي چي دوئ دي د همدې رهبریت او يا مدیريت لپاره زېږېدلي دي وي، خو  یا، داسي نه ده! مدیریت د مهارتونو يوه ټولګه ده او هر څوک په خپل زيار او کوښښ سره يو ښه مدير او یا ښه رهبر جوړېدائ سي.

دا مهمه نه ده چي تاسو څوک یاست؟ پر لوړ موقف اوسئ که پر کښته، بلکي په هر ځای او د کار په هره ساحه کي د ښه رهبریت او مدیریت مهارتونو ته اړتيا سته.

د ښه مدیریت او رهبریت مهمي لاري چاري:

۱: د خپلو مهارتونو قوي کول:
مهارتونو ته وده ورکول، خپل مسلک کي تخصص کول، پراخه مطالعه د باتجربه اشخاصو څخه نظر غوښتل او مشوره کول دا او دې ته ورته نوري کړني هغه څه دي چي په غوره رهبر او غوره مدير جوړېدو کي درسره مرسته کوي.

۲: د استعدادونو د پيژندلو مهارت زده کړه:
په مدیریت یا رهبریت کي یوه ډېره اساسي نقطه داده چي؛ څنګه وکولائ سو د هغو اشخاصو سره اړيکه ټينګه کړو، چي ستا د خوبونو او خيالونو په رښتيا کولو او ستاسو کارونو ته په پرمختګ ورکولو کي درسره مرسته وکړي، ترڅو وکولای سئ خپل ټاکلي اهداف په اسانۍ سره ترلاسه کړئ.
غوره رهبر او مدیر همیشه کوښښ کوي ترڅو په خپله اداره کي د ځان سره با استعداده کارکوونکي ولري.

۳: د خپلي غلطۍ منل:
یو ښه رهبر او مدیر هيڅکله هم خپله پړه پر بل چا نه اچوي، خپلي غلطۍ کي ځان مسؤل او ملامت بولي.
دا هم په یاد ولرئ چي د خپلي غلطۍ منل د کمزورۍ نښه نده بلکي په دې سره باور لا زیاتیږي.

۴: د خلکو سره په اړيکه کي اوسه:
یو ښه رهبر همېشه د خلکو سره په اړيکه کي وي، نه يوازي دا چي صرف خبرېي کوونکی وي بلکي يو ښه اوريدونکی هم وي. د خلکو ستونزي په غور سره اوري او د حل لاري ئي پيدا کوي.

۵: د خپل ټېم سره په ګډه کار وکړه:
په اداره کي د خپلو کارمندانو سره ګډ کار کول،د هغوئ څارنه کول، ستونزي ئې اورېدل او د د ستونزو حلول د یو ښه رهبر او مدیر ترټولو ښه ځانګړتیا ده.

۶: کارمندانو ته دي د مسؤلیت حس ورکړه او حساب ورڅخه واخله:
مدیریت کي ترټولو لویه د کمزورۍ نښه داده چي خپل کارکوونکي مسؤل و نه ګڼې، حساب او کتاب ورسره و نه کړې.
خو اصل دادئ چي که ته خپل ځان مسؤل ګڼې، نور هم همداسي مه پرېږده، مسؤل يي وګڼه او حساب ورڅخه واخله. هرکله چي یو چا ته مسؤلیت ور و سپارل سي، هغه مجبوریږي چي خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي.

۷: مهربانه او زړه سوانده اوسه:
مهرباني او زړه سوی د غوره رهبر صفت دی. 
زړه سوۍ د خلکو د غوښتنو او ادارې ترمنځ فاصلې را لنډوي، د ميني او ورورګلوۍ فضا جوړوي.
او هغه رهبر چي زړه سوانده وي، هر چیري هر چاته منلی هم وي.

۸: خپل کار خپل مسؤلیت و ګڼه او بېغوري مه پکښي کوه: 
دا یو اصل دئ چي هر شخص خپله دنده لري او د هغې پر وړاندي مسؤل دئ.
یو ښه مدیر باید خپله دنده په دومره اخلاص او صداقت ترسره کړي چي دده کارکوونکي ده ته په کتلو سره وهڅیږي او خپل کار په سمه توګه اجراء کړي.

۹: هغه کارکوونکي کي چي ښه کار کوي ارزیابي او وروسته مکافات کړئ:
په مادي یا معنوي توګه د کارکوونکو مکافات کول د ښه مدیریت ښه ځانګړتیا ده.
دا مهمه نده چي د مکافاتو اندازه څومره ده خو په دې سره همدغه کارکوونکی او هم نور کارکوونکي ښه کار کولو ته تشویق کیږي.

۱۰: هر وخت له حده زیات جدي مه اوسه:
کېدای سي چي ځيني وخت مو کارونه ډېر خسته کوونکي وي، مګر ښه رهبران پوهيږي چي څنګه د خپلو کارمندانو پر شونډو مسکا خپره کړي، او د خوښۍ چاپېريال ورته جوړ کړي.

موضوع: غوره مدیریت او رهبریت



نور اړوند خبرونه
2024-May-19