2021-07-18

موضوع: څنګه کولای سو په نړیواله کچه پلورل پیل کړو؟

لیکنه: محمد ظاهر (حبیبي) 
د اقتصاد پوهنځی د پنځم سمسټر محصل
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه
(د محصلینو د مقالو برخه)

څنګه کولای سو چی په نړیواله کچه پلورل پیل کړو

د بهرنيو بازارونو د پلټنی په نتیجه کی ، د صادراتو پلان سره یوځای کولو ، او د هیواد دباندی د پلور او د کارمندانو د موندلو په اړه د سوداګرانو لپاره مشوره 
د نړۍ په کچه سوداګرۍ کول د ډیرو سوداګریو لپاره د عمومي ستراتیژۍ یوه لازمي برخه ګرځیدلې. نن نړی دونه پرمختګ کړی چی حتی د کمپیوټر د یو ماوس په کلیک کولو سره موږ کولای سو چی د نړی د یولیری پراته هیواد څخه اجناس یا خدمات تر لاسه کړو.د توکو رانیول او د خدماتو ترلاسه کول نن سبا په نړیواله کچه ډیر عام دی. او همدارنګه یی د پراخېدو فرصتونه د پخوا په پرتله ډیر ښه دي.پخوا نړیواله راکړه ورکړه اسانه نه وه ځکه چی هغه وخت د انټرنیټ اسانتیا نه وه رامنځته سوی خو اوس د انټرنیټ نړیوالی اړیکی اسانه او ارزانه کړې چی پر مټ یی موږ کولای سی خپل کاروبار ته پراختیا او وده ورکړو. په نړی کی ډیر بازارونه وجود لری چی د هیواد دباندی د توکو لیږدول او د ترانسپورټ سهولتونه ډیر سوی.

 په لاندی ټکو سره موږ کولای سو چی و بهرنیو بازارونو ته لاره ومومو، د پلور نړیوال ټیم سره راټول کړو یا هم یو ښه د کاروبار پلان او ستراتیژي جوړه او د هیواد دباندی پلور پیل کړو.
۱: د خپل ځان دپاره په یو بهرنی هیواد کی د مارکیټ انتخابول
په نړیواله کچه د پراختیا لومړی ګام هغه هیواد یا سیمې په ګوته کول دي چې کولای سو خپلی سوداګرۍ ته پکښی پراختیا ورکړو. کله چی یو کاروبار شروع کوو نو کلتوري ، اقتصادي ، سیاسي  فکتورونه باید په نظر کی ولرو چیری چې د توکو او خدماتو لپاره پیرودونکي شتون ولري. کله چی موږ و غواړو خپل کاروبار ته پراختیا ورکړو دا به اسانه وی البته یو څه وخت او پلټنی ته به اړتیا ولری. لاندی شیان کیدای سی چی په نظر کی وساتو کله چی موږ غواړو خپل کاروبار ته په یو بهرنی هیواد کی پراختیا ورکړو. 

الف: کله چی غواړو یو ځای د خپل کاروبار دپاره غوره کړو نو د هغه ځای کلتور او ژبنی توپیرونه باید په نظر کی ولرو. 
ب: د هغه هیواد اقتصادی، او سیاسی پالیسیانی په اړه په کافی اندازه معلومات تر لاسه کړو.
ج:په هغه هیواد کی د سوادګری په اړه خنډونه پیدا او د حل لاری یی و څیړو 
د: د هغه هیواد سوداګریزی تعروفی کومی دی هغه باید ځانته معلومی کړو
۲: د مارکیټ په اړه پلټنه کول
په نړیواله کچه به د پلور بریالیتوب احتمال په دې پورې اړه ولري چې موږ د بازار په اړه څومره څیړنې وار له مخی ترسره کوو. د بازار څیړنه کولای سي چی راسره مرسته وکړي په کوم ځای کی غواړو توکي یا خدمات عرضه کړو ، مثلا د بازار مختلفی برخې،  او دا معلومول چی ایا نور سیال سوداګران به وی اوکه وی په کومه اندازه دی او ددوی قدرت څومره دی همدارنګه د بازار لپاره د عرضه سویو توکود بیی ټاکل هم ډیر مهم دی. خو له نیکه مرغه ویلای سو چی نن سبا په انټرنیټ کی د پلټنی په اړه ډیر څه سته، موږ کولای سو چی د مشاورینو سره خبره وکړو، همدارنګه دولتی اداری سته چی دوی په وخت په دی اړه معلومات خپروی، همدارنګه د کتابونو او نورو معلوماتی سرچینو څخه مرسته اخیستلای سو. 

کومی څیړنی چی موږ یی کولای سی عبارت دی له، بازار لمړنی پلټنی، د نړیوال مارکیټو څخه د ډاټا (معلوماتو) په مستقیم ډول را ټولول، او د تلیفونی اړیکو له لاری د احتمالی پیرودونکو یا هم د اړوند دولتی ادارو سره هم کولای سو چی په اړه یی پلټنه وکړو. په څیړنه کې د بازار ثانوي څیړنې هم شاملیدلای سي ، لکه خبرونه مقالې ، د سوداګرۍ احصائیه ، او د صادراتود متخصصینو ډاټا.

د صادراتو ستراتیژي جوړول
د توکو یا خدماتو د عرضه کولو دپاره یو پلان جوړولای سو چی دا پلان به د کاروباری اهدافو ترسره کولو سره مرسته وکړی. همدارنګه یوه تګلاره غوره کولای سو چی څنګه کولای سو خپل توکی یا خدمات په بهرنی هیواد کی بازار ته عرضه کړو. البته په هیواد کی اوس ځینی خصوصی اداری سته چی د کاروبار دپاره مشوری ځینی اخیستلای سو او دوی د کاروبار او صادراتو دپاره په ستراتیژی جوړولو کی هم مرسته کولای سی. 

د پلور نړیوال ټیم راټول کړئ
د پلور نړیوال ټیم رامنځته کول د پخوا په پرتله اسانه سویدی. موږ کولای سو چی د شراکتونو ، اتحادونو اویا هم مستقیم استخدام له لارې یو نړیوال ټیم رامنځته کړو. همدارنګه کولای سو چی د شرکتونو یو لیست جوړ کړو، د دوی ویب پاڼو څخه لیدنه وکړو، او د دوی اجرایوي کارمندانو سره کولای سو چی اړیکه ونیسو. ددی لاری کولای سو د شراکتونو فرصتونه تر لاسه کړو. 

همدارنګه دهغه هیواد اړوند د صنعتی اتحادیو ویب پاڼی وګورو او د هغه سازمانونو مشرانو یا اجرایوي بورډونو سره اړیکې ونیسو. موږ کولای سو چی د سکایپ یا وټساپ اکاونټونه جوړ کړو ترڅو د خپل موبایل یا کمپیوټر له لاری په نړیواله کچه تلیفونی اړیکی ونیسو  (د کمپیوټر څخه) یا په تخفیف لرونکي نرخونو کې د بهرنی مخابراتو چمتو کونکی پیدا کو. په هرصورت ، دا مهم دی چې د شرکتونو ، اتحادیو ، او خلکو سره اړیکې ټینګی کړو کوم چی موږ یی په اړه پلټنه کړی.
لاندی یو څو ټکی دی چی زموږ سره کولای سی چی د اړیکو ټینګولو دپاره راسره مرسته وکړی. 
ا: څینی ټولنیز او مسلکی اتحادیی تاسو کولای سی چی د لینکډ ان له لاری پیدا کړی او په اړه پلټنه وکړی چیری چی غواړو خپل توکی یا خدمات عرضه کړو. 
ب: د ګوګل له لاری د هغه هیواد په او په نښه سوی کاروبار په اړه کولای سو چی پلټنه وکړو. 
ج: کولای سو جی د هغه هیواد د لوړی کچی مقالی او د هغو مقالو د لیکوالانو سره د انټرنیټ له لاری اړیکه ټینګه کړو.
د: په نړیواله کچه د استخدام دپاره ارګانونه موجود دی چی کولای سو موږته یو ښه سیمه ایز کارمندان معرفی کړی.
ر: کولای سو چی یو ځل خپله هم هغه هیواد ته سفر وکړو چیری چی غواړو خپل توکی یا خدمات عرضه کړو تر وکولای سو چی هلته د احتمالی شریکانو، اتحادیو د استاذو او حتی د هغو سره چی په په دنده یی ګمارو ووینو. 

په ان لاین (بریښنایی) لاری د توکو یا خدماتو پلورل 
انټرنیټ په رښتیا هم په نړیواله کچه د تولو د پلورلو دپاره یوه اغیزمنه ذریعه ده. که چیری غواړو چی د انټرنیټ له لاری خپل توکی یا خدمات عرضه کړو نو کولای سو چی یوه ویب پانه جوړه کړو. چی د هغه لاری هم تاسو کولای سو چی خپل هدف ته ورسیږو. ددی لپاره دوی استراتیژیانی کولای سو چی تعقیب کړل سی چی په لاندی ډول دی. 
۱: د یو ویب پاڼی په جوړولو نړیوال پیرودونکی پیدا کولای سو او خپل توکی لکه څنګه چی یی پر عامو خلکو پلورو دوی ته هم وپلورو. خو اړتیا به ولرو چی د توکو د لیږلو دپاره د هغه هیوادو د مالیاتو او ګمرکی قوانیو په اړه معلومات تر لاسه سی. 

۲: کولای سو چی په فعاله توګه د نوي بهرني بازارونو په نښه کولو لپاره د خپلې ویب پاني په کارولو سره لاره پیدا کړو. همدارنګه کولای سو چی خپله ویب پاڼه په نورو مهمو یا د هغه هیواد په ژبو وژباړو. نن سبا په ارزانه توګه د ژباړنی اپلیکیشنونه یا پروګرامونه سته چی د یوی ژبی خبری په اسانی سره بلی ژبی ته ژباړی. خو مهمه ده چی پوه سو چی په نړیوال بازارونو کی د بریښنایی سوداګری دپاره طرزلعملونه موجود دی. موږ باید په دی اړه ښه پوهاوی ولرو.

متحده ایالاتو او ۲۸ نورو هیوادونو چی د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان په مرسته یو نړیوال طرزالعمل جوړ کړی. دا لارښوونې ښیی چی چې هغه شرکتونه چی په آنلاین ډول سوداګرۍ کوي مکلف دی چی لاندې کارونه وکړی.

۱: د بازارموندنې او اعلاناتو په شرایطو کې پیرودونکو ته  په صداقت ، دقیق او بشپړ معلوماتو وړاندې کول اود منصفانه سوداګرۍ په عملونو کې ښکیلتیا. 
۲: د خپل شرکت او توکو یا خدماتو په اړه پوره معلومات ورکول ترڅو نړیوال پیرودونکی پوه سي دوی د چا سره معامله کوي او څه شی اخلي، چی په ادرس کی یی باید د شرکت موقیعت ، بریښنالیک ، او د تلیفون شمیری شامل وی.
۳: د توکو په لیږلو یا د خدمات په عرضه کولو کې دخیل لګښتونو په اړه محتاط او مخکښ واوسو (ترټولو مهمه داده چې کوم اسعار کارول کیږي) ، او همدارنګه د پلور شرایط او نور شرایط پشمول د هر ډول تضمینونو.
۳: د آنلاین تادیاتو لپاره یو خوندي میتود ضروری دی او دا یقینی سی چې شخصي مالي معلومات هیکرانو ته ونه رسی.
۴: دا یقینی سی چی د پیرودونکو سره د راکړی ورکړی پر مهال د هغو محرمیت او معلومات خوندی دی، همدارنګه پیرودونکی باید پوه وی چی کوم معلومات یی شریک سوی او هغه معلومات څنګه کارول کیږی.

موضوع: څنګه کولای سو په نړیواله کچه پلورل پیل کړو؟



نور اړوند خبرونه
2024-May-19