2021-06-23

موضوع: کرونا ویروس په افغانستان کي سل فیصده نه کنټرولیږي!

ليکنه: احمد الله راحل

د معالجوي طب پوهنځی محصل

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

( د محصلينو د مقالو برخه )

د روغتیا نړیوال سازمان وایي هم وویل چي د کرونا وبا ښایي په دوو کلونو کي کنټرول سيي.

په داسي حال کي چي اروپایي هېوادونه د دې ویروس ډېروالی تجربه کوي، په امریکا کي چي تر ټولو ډېر دې وبا ځپلی د نویو پېښو شمېر په کمېدو دی.

په ټوله نړۍ کې نژدې ۲۳ میلیونه کسان په دغه ویروس اخته سوي دي چي شاوخوا ۸۰۰ زره کسان ترې ورڅخه مړه سوي دي.

جرمني، فرانسه، هسپانیه او ایټالیا له هغو هېوادونو څخه دي چي د پسرلي راهیسي یې د دې ناروغۍ تر ټولو لوړي شمېرې درلودې.

په همدې حال کي د اروپا په ډېره برخه کي د همدې ناروغۍ د خورېدو د مخنیوي لپاره لګول سوي محدودیتونه بېرته لري کړل سول.

روغتیایي متخصصین د کویډ ۱۹ ناروغۍ د شمېر ډېروالی تر ډېره د اوړي پر مهال د هېوادونو ترمنځ د سفرونو سره تړي او همدې مسئلې داسې وېره یا بېره رامنځته کړي چې ښایي په مني موسم کي دا ویروس یو وار بیا ډېر سي.

اروپایې مشرانو ویلي چي د ویروس د بیا ډېرېدو په صورت کي به هغسي محدودیتونه ونه لګوي چي اقتصادونو ته یې زیان ورسېږي ځکه دوی پوه سول چي د دې کنټرول نامکنه دی.

خو په افغانستان کي ورځ تر بلي د یوې خوا امنیتي ستونزي زياتيږي او د بلي خوا پر کارځایونو، تعلیمي مراکزو بندیز لګول کیږي.

چي هم خلګ د لوږي سره مخ دي او هم مو راتلونکی نسل د زده کړو څخه بې برخي سو. دولت باید نور یاده ناروغي د نړیوالو په شکل عادي وبولي تر څو خلګ خپل روزګار ته مخه کړي او ځوانان مو بیرته پوهنتون، مکتب او درسونو ته ولاړ سي.

د پوهنتونو او مکتبونو تړل د دې ټولني سره سخت ظلم دی

د دولت لخوا همکاري نه ده ځکه نړیوالي ټولني هم په خپلو هیوادونو کي هر څه د پخوا په شان عادي کړل او بندیزونه يې ټول لیري کړل.

خو موږ چي په اقتصادي و امنيتي ستونزو کي هم راګیر یو بیا هم موږ د کرونا له امله کرنتین یو او د حضوري زده کړو څخه بې برخي یو.

که کرونا وي نو ولي یوازي په تعلیمي ځایونو کي ده؟

ایا په سلماني یا حمام کي نسته؟

په کاپي شاپ کي نسته؟

د دولت له لوري په غونډو او مجالسو کي نسته؟

معلومه خبره ده چي زموږ تعلیمي برخه په لاسي لاس شاته پرښودل کیږي.

تر څو لا مو هم ټولني د پوهي او تعلیم د برخي څخه محرومه پاته سي.

کرونا نور عادي سول د دې سل فیصده کنټرول نړیوال وايي چي ناممکنه دی.

موضوع: کرونا ویروس په افغانستان کي سل فیصده نه کنټرولیږي!



نور اړوند خبرونه
2024-Mar-29