2021-06-23

موضوع: د ځوانۍ ارزښت

ليکنه: عبدالقادر تکین

دنده: د عامه اړیکو آمر

ميرويس نيکه لوړو زده کړو مٶسسه

( د کارمندانو او استادانو د مقالو برخه )

د ځوانۍ ارزښت په څه شي کي دي؟

د ژوند تر ټولو مهم پړاو ځواني ده، چي انسان ته الله ج د نورو د ډیرو نعتونو تر څنګ یو هم د ځوانۍ نعمت ور په برخه کړی دی، تر څو دغه بشر د مځکي پر سره د الهي امورو د طبیق تر څنګ د الله ج د رضا مطابق ژوند تیر کړي.

په ځوانۍ کي د انسان دماغ د ډیر فشار طاقت لري او د انسان د وجود غړي د ډیر کار وړتیا لري، بیا چي انسان زوړ سي د نورو د اوږو باري سي او خپل ځان تر منزله نسي رسولای۔

په قراني ایاتونو او نبوي ویناوو کي هم د ځوانۍ ارزښت بیان سوی دی، د علماو قول دی چي د ځوانۍ عبادت سره زر دي او د بوډاتوب عبادت سپین زر؛ دې مهم ارزښت په کتو موږ باید د الهي امورو په رعایتولو کي تر بل هر چا کوښښ وکړو او د الهي رضا څخه ځانونه برخمن کړو۔

د دنیا ژوند عبس دی او په دنیا پسي زړه تړل موږ د ژوند د اصلي مقصد څخه شاته پریږدي۔

په ځوانۍ کي د مسؤلیت بار هم په اسانۍ سره ځوان سرته رسولای سي او په پوره همت خپل رسالت ادا کوي۔

داسي ډیري خبري دي چي ځوانان که ورته متوجې سي خپل اصلي قدر به وپیژني۔

زما څو سپارښتني:

١: ځوانانو ستاسي بلا واخلم لومړی د وخت ارزښت وپیژني ځکه نن او سبا تاته انتظار نسي کولای

٢: لومړیتوبونه مو وپیژني او د زړه د اخلاصه کار ورته وکړي

٣: ډیره پوهه ترلاسه کړي راتلوونکی به مو هوسا وي

٤: د والدینو زیات خیال ساتي که مو د هغوۍ دعا یوړل د دنیا او اخیرت نیکمرغي مو وګټل

٥: د ډیر کار تر څنګ ډیر عبادت وکړﺉ، ګټه به یې په دې دنیا او په هغه دنیا کي وخورﺉ

٦: په هر کار کي الهي رضا ولټوي

٧: د ځان ځانۍ صفت پریږدي، ښه دی چي نور مو په شتون و ویاړﺉ

٨: د بل څخه د توقع او تمعي پر ځای پر ځان کار وکړﺉ او په خپل لایقت ښه موقف اشغال کړي او د خدای ج د مخلوق خدمت وکړﺉ

٩: راتلوونکي ته د پلان سره سم ګام واخلي

١٠: د ژوند په ټولو چارو کي یو څه وخت د الله ج د مخلوق خدمت ته هم وقف کړﺉ۔

پورته سپارښتني په خپل ژوند کي عملي کړﺉ د خوښۍ او خوشحالۍ څخه به ډک ژوند ولري او هم به د ځوانۍ څخه خوند واخلي۔

موضوع: د ځوانۍ ارزښت



نور اړوند خبرونه
2024-Oct-22