نذير احمد قريشي چي د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د اوومي دورې فارغ محصل دی.
قريشي صاحب فعلا د روشن مخابراتي کمپنۍ د جنوب غرب حوزې د خرڅلاو مسؤلیت په غاړه لري. نوموړی تر دا مهاله په خپلو چارو کي تر ډیره حده بریالی دی.
ښاغلی قريشي د ذکر سوي دندي تر څنګ د میرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې حقوقو او سياسي علومو پوهنځی کي د استاد په حيث هم دنده ترسره کوي.
میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه په خپلو داسي ویاړونو ویاړ کوي او د ژوندانه په ټولو چارو کي ورته لا هم بریالیتوب غواړي.
د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې فارغ التحصل محصلین د هیواد په داخل او خارج کي پر یو شمېر لوړو بستونه دنده سر ته رسوي.