2021-06-26

د کندهار د اقتصاد ریاست سره د علمي مشارکت په موخه هوکړه لیک لاسلیک سو!

نن شنبه د سرطان میاشتي پر پنځمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی رئيس محمد واسع صديقي د یو پلاوي په ملتیا د کندهار د اقتصاد د رئیس ښاغلي ګل محمد آرین سره د عملي همکاریو تر سرلیک لاندي هوکړه لیک لاسلیک کړ!

په پرانسته کي عمومي بحث ترسره سو، ښاغلي صديقي وویل نن د خوښۍ ځای دی چي د یوې پراخي ملکي ادارې سره د محصلانو او اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړوني په موخه علمي همکاري شروع کوي؛ صديقي صاحب د پوهنتون په استازولي په دغه برخه کي د ښاغلي ارین څخه مننه وکړل چي د دې علمي بستر زمینه یې مساعده کړل.

د اقتصاد رئیس ښاغلي آرین هم د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه مننه وکړل چي د دوی سره یو ځای په یوه مهمه برخه کي ګډي همکارۍ پیل کوي.

ښاغلي آرین ژمنه وکړل چي تر خپله وسه به همکاري جاري وساتي۔

د اقتصاد پوهنځی رئیس ښاغلي صدیقي لومړی د هوکړه لیک مادې قرئت کړې او ورپسې د دواړو لورو تر منځ هوکړه لیک لاسلیک سو۔

د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم د اقتصاد ریاست له لوري زموږ ګډي علمي همکارۍ سوي دي۔

د کندهار د اقتصاد ریاست سره د علمي مشارکت په موخه هوکړه لیک لاسلیک سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25