2021-07-03

ښاغلی آزاد د څېړنیز مرکز د آمر په حيث معرفي سو!

نن شنبه د سرطان میاشتي پر دولسمه نېټه ښاغلی محبوب رسول آزاد د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي له لوري د څېړنیز مرکز د آمر په صفت اداري کارکوونکو ته معرفي کړل سو؛ په ياد معرفت کي مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د پوهنځیو رئیسانو، د بشري سرچینو آمر ښاغلي احمداغا شکران او اداري مسؤلینو حضور درلود.

په معرفت غونډه کي دوکتور صافي نومړي ته مبارکي وویل

او په کارونو کي یې د بریالیتوب هیله ورته وښودل.

آزاد صاحب د رهبري او ټولو اداري همکارانو څخه مننه وکړل چي پر دوی يې باور وکړ او دا دروند مسؤلیت يې ورته وسپارئ همدارنګه هیله وکړل چي په کارونو کي به ورسره همکاره پاتیږي تر څو د مؤسسې ټاکل سوي اهداف په ښه ډول ترلاسه کړي.

د یادوني وړ ده چي د سرطان میاشتي پر اوومه نېټه د یو شمير خالي بستونو لپاره په شفاف ډول ازموينه اخيستل سوې وه چي د ازمويني د نتایجو څخه وروسته بريالي سوي کسان خپلو دندو ته معرفي کړل سول.

ښاغلی آزاد د څېړنیز مرکز د آمر په حيث معرفي سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25