2021-07-05

د ترکیې کنفرانس

د میرویس نیکه د تعلیمي او تحصیلي ګروپ عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر نقيب الله افغان او مؤسس ډاکټر فاروق نعیمي په ترکیه کي د اسلامي هیوادونو د پوهنتونونو د نړیوالي اتحادیې په پنځه ورځني کنفرانس کي ګډون وکړ!

د میرویس نیکه د تعلیمي اوتحصیلی ګروپ عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان او مؤسس ښاغلي ډاکټر فاروق نعیمي د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د وزیر ښاغلي دوکتور عباس بصیر، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې د استازو په ملتیا په ترکیه کي د اسلامي هیوادونو د پوهنتونونو د اتحادیې په پنځه ورځني کنفرانس او سمپوزیم کي ګډون وکړ.

یاد کنفرانس کي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې مؤسیسنو د اسلامي نړۍ د مختلفو پوهنتونونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل؛ تر څو په علمي برخه کي پراخ علمي رقابت ته لاره هواره سي.

ډاکټر افغان او ډاکټر نعیمي د کنفرانس په څنډو کي د لوړو زده کړو د وزیر تر څنګ د اسلامي هیوادنو د اتحادیې درئیس ښاغلي دوکتور خیر الغباني سره ولیدل او د خپلو لاسته راوړڼو په اړه یې جزیات وړاندي کړل۔

کنفرانس او سمپوزیم د پنځو ورځو لپاره وو؛ چي مختلف علمي بحثونه او طرحي پکښي وړاندي سوې.

د یادوني ده چي په ٢٠١٨ کال کي هم د ترکیې په استنبول ښار کي یاد کنفرانس داير سوی و چي ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان د افغانستان د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو د مؤسیسنو او رئيسانو په ملتیا ګډون کړی و

چي پکښي د نړیوالي اتحادیې غړیتوب یې ترلاسه کړ.

د ترکیې کنفرانس



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25