2021-07-06

د ترکیې هیواد په یالووا ولایت کي به د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې محصلينو ته د لوړو زده کړو زمینه مساعده سي!

د میرویس نیکه تعلیمي او تحصیلي ګروپ د مؤسيسنو عمومي رئیس ډاکټر نقیب الله افغان ترکیې ته په خپل سفر کي د یاد هیواد د یالووا ولایت د والي سره لیدنه تر سره کړل؛

ښاغلي ډاکټر افغان په پیل کي د خپل تعلیمي او تحصیلي ګروپ په اړه هر اړخیزه معلومات وړاندي کړل او د ښاغلي والي څخه یې هیله وښودل،

چي د دوی محصلانو ته دي د سکالرشیپونو زمینه مساعده کړي.

د یالووا ولایت والي د ډاکټر صاحب افغان د ورتګ څخه مننه وکړل او ژمنه یې وکړل، چي افغان محصلينو ته به د لوړ زده کړو فرصتونه مساعد کوي.

په کتنه کي پر یو شمېر نورو علمي موضوعاتو هم خبري وسوې.

د یادوني وړ ده، چي پرون دوشنبه د نړۍ د مختلفو پوهنتونونو د مسؤلینو سره علمي هوکړه لیکونه د علمي همکاريو په برخه کي لاسلیک سول.

د ترکیې هیواد په یالووا ولایت کي به د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې محصلينو ته د لوړو زده کړو زمینه مساعده سي!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25