2021-07-08

د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ مؤسس ډاکټر نعیمي په ترکیه کي د Beykent پوهنتون او روغتون څخه لیدنه وکړل!

د ليدني پر مهال د یاد تعليمي او روغتيايي بنسټ مسؤلینو ډاکټر صاحب نعیمي او ملګرو ته د خپلو فعالیتونو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

ډاکټر نعیمي د یاد پوهنتون او روغتون د مسؤل څخه هیله وکړل چي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی محصلانو ته دي د عملي زده کړي په برخه کي زمینه مساعده کړي؛ هغوی هم ژمنه وکړل او په راتلوونکي کي به د یوې علمي برنامي په ترسره کولو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې رهبري پلاوي په خپل دغه علمي سفر کي د ډیرو اکاډمیکو بنسټونو د مشرانو سره بېلابیلي لیدني ترسره کړې چي د لوی کندهار لپاره به خورا ګټوره پایله ولري.

د یادوني وړ ده چي په راتلوونکي کي به د کورنیو او بهرنیو علمي بنسټونو سره زموږ علمي مشارکت لا پراخ سي.

د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ مؤسس ډاکټر نعیمي په ترکیه کي د Beykent پوهنتون او روغتون څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25