2021-08-01

کرونا واکسین خبرتیا

د کرونا د واکسین کولو خبرتيا د لوړو زده کړو وزارت او د عامي روغتيا وزارت په همکاري د هيواد په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کي د کرونا واکسین د تطبيق پروسه پيل کړې ده. نو د لوړو زده کړو وزرات د خپرې سوي اعلامیې پر اساس د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې درنو استادانو، کارمندانو او محصلینو ته خبر ورکوي، چي د ۱۴۰۰ کال د زمري د مياشتي پر (۱۱) مه نېټه چي د دوشنبې ورځي سره سمون خوري د کرونا وايرس څخه د مخنيوي په خاطر د واکسین کېدلو پروسه پیلیږي. ټول استادان، کارمندان او محصلین دي د دوشنبې په ورځ سهار د ۸:۰۰ بجو څخه بیا تر ۱۱ بجو پوري دي پوهنتون ته د واکسین کولو لپاره تشريف راوړي یاده د واکسین کولو پروسه به درې ورځي دوام وکړي. دیادوني وړ ده، محصلین بايد ټولګيو ته د راتګ پر مهال د واکسين کارتونه له ځان سره ولري، پرته له هغه و ټولګۍ ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کيږي.

کرونا واکسین خبرتیا



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25