2021-08-02

د کرونا واکسین ورکولو پروسه پیل سول!

نن دوشنبه د زمري میاشتي پر یولسمه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارمندانو، استادانو، او محصلانو ته د کرونا د مخنیوي په موخه واکسین ورکول سو؛ یاده پروسه د کندهار د عامي روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د آمریت په همکاري پيل سول.

د واکسین د پیل سره سم علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور د ټولو ګډون والو څخه مننه وکړل چي پر وخت یې د یادي پروسې د تطبیق لپاره پر وخت حاضر سول او هیله یې وښودل چي محصلين په چټکۍ سره واکسین ولګوي او د کارتوونو د اخيستلو سره سم ژر حضوري زده کړو ته ځان حاضر کړي.

په نوبت سره ټولو راغلو کسانو ته واکسین تطبیق سو۔

نوموړي اقدام د لوړو زده کړو وزارت او عامي روغتیا وزارت د ګډي پریکړي پر اساس ترسره سو چي له مخي به په ټولو تحصیلي بنسټونو کي محصلانو ته واکسین ورکول کیږي او حضوري زده کړي به په تدریجي توګه شروع کیږي.

یاده د واکسین ورکولو پروسه به تر راتلونکي پنج شنبې پوري جریان ولري تر څو ټول محصلین واکسین او کارټ ورته ورکول سي د نوموړي پروسې تر بشپريدو وروسته به چي د شنبېي ورځي سره سمون خوري د پوهنتون تدریسي چاري به پیل سي.

د کرونا واکسین ورکولو پروسه پیل سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25