2021-08-02

د اداري کامندانو سره غونډه ترسره سول!

نن دوشنبه د زمري میاشتي پر ۱۱ مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په عمومي ریاست کي د عمومي رئیس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي په مشري د پوهنځیو مسؤلینو او اداري کامندانو سره غونډه ترسره سول.

د غونډي په پیل ښاغلي دوکتور صافي د اداري او تدریسي چارو پر پیل سوي بهیر بحث وکړ او ورپسې یې د کرونا واکسین لګولو پر پروسه خبري وکړې، تر څو د وزارت د پریکړي سره سم د رواني اونۍ تر پایه ټول محصلین واکسین کړل سي.

پریکړه وسول چي د یادي پروسې د بشپړېدو سره سم دي د شنبې په ورځ چي د زمری میاشتي د ۱۶ نېټې سره سمون خوري، د محصلینو تدریس په حضوري بڼه پیل کړل سي.

همدارنګه د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو خبري وسوې.

د یادوني وړ ده چي د کرونا واکسین پروسه به د رواني اونۍ تر پنج شنبې ورځي پوري دوام ولري، د محصلینو څخه هیله کیږي چي تر ذکر سوي ورځي پوري خپل ځان واکسین کړي.

د اداري کامندانو سره غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25