2021-08-04

د محصلینو د استازو سره مشورتي ناسته ترسره سول!

نن چهار شنبه د زمري میاشتي پر ۱۳ مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په انګړ کي د عمومي رئيس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي په مشري د محصلینو د استازو سره مشورتي ناسته ترسره سول چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د حقوقو او سياسي علوم، اقتصاد او طب پوهنځیو مسؤلینو او د محصلينو استازو ګډون کړی و.

ښاغلي دوکتور صافي لومړی ټولو د ټولګیو نماینده ګانو ته ښه راغلاست وویل او د لوړو زده کړو وزارت د پریکړي سره سم يې د حضوري زده کړو په اړه توضحيات ورکړل.

همدارنګه د اجنډا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو بحث وسو

او د محصلینو استازو په نوبت سره خپل نظرونه وړاندي کړل.

د یادوني وړ ده چي د لوړو زده کړو وزارت د پريکړي سره سم به د محصلینو د حضوري زده کړو بهیر د راتلوونکي شنبې په ورځ چي د ۱۶ مي نېټې سره سمون خوري پيل سي.

د محصلینو د استازو سره مشورتي ناسته ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25