2021-08-05

ښاغلی الهام د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس په حيث معرفي کړل سو!

پرون چهار شنبه د زمري میاشتي پر دیرلسمه نېټه ښاغلی ذبيح الله الهام د عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي له لوري د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس په حيث اداري کارکوونکو ته معرفي کړل سو؛

په ياد معرفت کي علمي مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو،

د بشري سرچینو آمر او اداري مسؤلینو حضور درلود.

په معرفت غونډه کي دوکتور صافي نومړي ته مبارکي وویل

او په کارونو کي یې د بریالیتوب هیله ورته وښودل.

الهام صاحب د رهبري او ټولو اداري همکارانو څخه مننه وکړل چي پر دوی يې باور وکړ او دا دروند مسؤلیت يې ورته وسپارئ همدارنګه هیله وکړل چي په کارونو کي به ورسره همکاره پاتیږي تر څو د مؤسسې ټاکل سوي اهداف په ښه ډول ترلاسه کړي.

د یادوني وړ ده چي ښاغلي ذبیح الله الهام د ماسټري تر کچي زده کړي کړي دي او د دې څخه وړاندي د ادارې او ديپلوماسي څانګي د آمريت چاري په غاړه وي او تر څنګ يې په یاده پوهنځی کي د استاد په حیث هم دنده درلودل.

ښاغلی الهام د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس په حيث معرفي کړل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25