2021-08-18

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادانو غونډه ترسره سول!

نن سه شنبه د رواني میاشتي پر ۲۶ مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئیس ښاغلي ذبیح الله الهام په مشري د استادانو غونډه ترسره سول چي پکښي د یادي پوهنځی د څانګو آمرینو او ټولو استادانو ګډون درلود دی.

د غونډي په پيل کي لومړی د تیري غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وسول،

ښاغلي الهام لارښوونه وکړل چي د تیري غونډي د پلان سره سم د پاتو موضوعاتو چاري دي تعقیب او پر وخت ترسره سي.

همدارنګه د اجنډا سره سم د استادانو پر څېړنو بحث وسوو،

تر څو ټول استادان وخت پر وخت څېړني ترسره کړي او د ادارې سره يې شریکي کړي.

ورپسې د محصلینو پر روان تدریسي بهیر بحث وسو

او د محصلینو یو لړ ستونزو ته د حل په موخه پريکړي وسوې.

ښاغلي الهام د پوهنځی د کمېټو د مسؤلینو څخه وغوښتل چي د چارو د لاښه تعقیب په موخه دي خپلي چاري ګړندۍ کړي، تر څو د محصلینو پر ظرفیت لوړونه لا هم نور کار سوی وي او د امتحاناتو کمېټې ته دنده وسپارل سول چي د راتلونکي امتحانونو لپاره دي خپل پلان جوړ او د ادارې سره دي شریک کړل سي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د اجنډا سره سم استادانو خپلي ستونزي شريکي کړې چي د پوهنځی د رئیس الهام صاحب لخوا يې د حل په موخه پوره ډاډ ورکول سو.

د یادوني وړ ده چي هره پوهنځی د خپل پلان مطابق د استادانو سره غونډي ترسره کوي تر څو چارو ته پر وخت رسيدګي سوې وي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د استادانو غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-25