2021-08-22

د محصلينو د استازو سره غونډه ترسره سول!

نن شنبه د زمري میاشتي پر ۳۰ نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د محصلينو د استازو سره غونډه ترسره سول، چي پکښي د پوهنځی رئیس ښاغلی ذبیح الله الهام، د قضاء او څارنوالي څانګي آمر منیب الرحمن فایق او د صنفونو نمایندګانو ګډون ګړی وو.

د غونډي په پیل کي ښاغلي الهام ټولو استازو ته ښه راغلاست ووايه او همدارنګه د سمسټر د بشپړېدو او فاینل ازموینو په اړه ئې خپل پلان ورسره شریک کړ، تر څو محصلینو ته په ډېر ښه ډول واضح سوی وي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د ټولو صنفونو نمایندګانو په نوبت سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

الهام صاحب ټولو نمایندګانو ته ډاډ ورکړ، چي وړاندیزونو ته به یې پر وخت رسیدګي وسي او تر ډېره حده به يې د حل شاهدان و اوسئ.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه وخت نا وخت د محصلينو سره مخامخ غونډه کوي، تر څو ستونزو ته پر وخت د حل لاري لټول سوي وي.

د محصلينو د استازو سره غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24