2021-08-26

د رهبري شورا غونډه ترسره سول!

نن پنج شنبه د رواني میاشتي پر۴مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په ریاست مقام کښي د عمومي رئیس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي په مشري د یادي شورا غونډه ترسره سول، چي پکښي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د درنو مؤسسينو څخه ډاکټر فاروق نعیمي، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، محصلانو چارو مرستیال ښاغلی بریالی سمسور، د پوهنځیو رئیسانو او د رهبري شورا غړو ګډون کړی وو.

په پرانیسته کي لومړی عمومي رئيس ښاغلي دوکتور صافي د تیري غونډي ځیني موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل او د پاته سوو چارو د ترسره کولو لارښوونه وسول.

وروسته د اجنډا سره سم د راتلونکي کال کانکور په اړه بحث وسو چي د کانکور د ثبت پروسه دي پیل سي او د یادي پروسې د بشپړېدو څخه ورسته به کانکور ازموینه واخیستل سي.

د پوهنتون د مؤسسنو څخه ښاغلي ډاکټر نعيمي وویل چي د یادي مؤسسې پرمختګ د ټولو ګډ پرمختګ دی او په ګډه به پلان ته رسيدګي کوو، تر څو ټولني ته وړ کاردونه وړاندي کړو.

د یادوني وړ ده چي په شورا کي پر یو شمېر داخلي مسایلو

هم بحثونه وسول او د حل په موخه يې تصامیم ونیول سول.

د رهبري شورا غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24