2021-09-08

پلان او راپور جوړوني په برخه کي ټریننګ ترسره سو!

نن چهار شنبه د رواني میاشتي پر ۱۷مه نېټه د مسلکي پرمختيايي چارو مرکز لخوا د پلان او راپور جوړوني په برخه کي ټريننګ ترسره سو،

یاد ټریننګ چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور خالق نور په مرسته وړاندي سو، پکښي د میرویس نیکه تعليمي او تحصيلي ګروپ (پوهنتون، انستیتوت، لیسه، مدرسه او عصري زده کړو مرکز) مسؤلینو او ټولو اداري کارمندانو ګډون کړی و.

ښاغلي ډاکټر نور د یوې ادارې لپاره پلان او راپور تر هر څه مهم یاد کړل همدارنګه د ښاغلي نور په خبره چي وای یو ښه او بریالی مدیر هغه دی چي د مدیریت لپاره پلان او راپور پر وخت وړاندي کړي تر څو د خپلي ادارې ټاکل سوي اهدافو ته يې په ښه ډول رسيدګي کړې وي.

ورپسې د ټریننګ ګډونوالو خپلي پوښتني په یاده برخه کي وکړي چي د علمي مرستیال لخوا يې جوابونه ترلاسه کړل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه او کوښښ کړی دی چي د ظرفیت لوړوني پر پار ټریننګونه او ورکشاپونه خپلو اداري کامندانو او محصلينو ته وړاندي کړي.

پلان او راپور جوړوني په برخه کي ټریننګ ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24