2021-09-19

پوهاند علامه عبدالحی حبيبي (رح)

زموږ د هيواد علمي شخصيتونه

میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه

علامه پوهاند عبدالحی حبيبي د ملا عبدالحق آخندزاده زوی، د مولوي عبدالرحيم آخندزاده لمسی او د علامه مولوي حبيب الله مشهور په محقق کندهاري کړوسی ؤ.

ستر علامه حبيب الله آخندزاده مشهور په حبو آخندزاده کندهاری په ١٢هـ ق پيړۍ کي د کندهار په ښار کي د علم او پوهني ټولنه ايجاد کړې وه او په سلهاو ځوانان ئې روزلي وو چي په پښتو، فارسي او عربي ژبو کي ٣٣ کتابونه کښلي دي چي په خواشيني سره د علامه حبو آخندزاده ډېر څيړنيز او علمي ليکني د شرايطو او پيښو د زيان څخه په امن نه دي پاته سوي يا د استفادې څخه وتلي او يا هم ورک سوي دي،

ډير لږ شمېر اوس اوس د حيدرآباد، دکن، پېښور، د افغانستان ملي آرشيف او د علامه اکاډميشن پوهاند عبدالشکور رشاد په کتابتونو کي موجود دي چي د علامه حبو آخندزاده افکار د ابتکار څخه ډک او د علومو او فنونو د رنسانس دوره ئې راوستې وه.

علامه حبيبي د ځواني څخه په څېړنو او ليکنو بوخت وو. د ده آخيرنى علمى اثر کشف شاهنامه قبل از دورۀ مغل دى. ده خپل د عمر تر پای پوري په فارسي، پښتو او اردو ژبو تاريخ، د ژبو د پوهني تاريخ، د کتابونو پيژندنه، خوصاً چي په زوړ خراسان او اوسني افغانستان ايران او هند اړه لري او تاريخي جغرافيا مطالعو ته دوام ورکړ.

علامه حبيبي خپل د ژوند په ٧٤ کلو کي ١١٧ کتابونه او رسالې کښلي دى او تقريباً ٥٠٠ علمي او ادبي مقالې يې جامعې ته وړاندي کړي دي.

د ارواښاد پوهاند عبدالحى حبيبى اثار:

ګڼه د اثر يا کتاب نوم د چار ځاى او نيټه

١- لس کاله د هفته وار طلوع افغان خپرول او ليکل په

پښتو او پاړسو. کندهار

٢- درى کاله د ماشتۍ کابل مجلي خپرول له پښتو ټولنې

څخه. کابل

٣- پښتو او پښتونواله. د کندهار طب ١٣١٧ ش

٤- سپيڅلې پښتو: لس زره فارسى په پښتو لغتونه

او د پښتو فيلا لوژى مقدمه قندهار ١٣١٨ ش

٥- پښتو خود اموز دوه جلده قندهار ١٣١٤ ش

٦- پسو ليسۍ سندره : پښتو منظومه قندهار ١٣٧ش

٧- کليات خوشحال خان خټک: تصحيح او تحثيماو.

مقدمه په پښتو. ندهار ١٣١٦ ش

٨- د عبدالقادر خان خټک کليات ، تصحيح او تحشيه

او مقدمه په پښتو. قندهار ١٣١٦ش

٩- وضع او صطلاحات پښتو. ندهار ١٣١٧ ش

١٠- تاريخچه سبکهاى شعر پښتو (فارسى) کابل ١٣١٩ش

١١- تاريخچه ادبيات پښتو (فارسى) قندهار ١٣١١ش

١٢- مشاهير ابداليان احمد شاه د مخام (پښتو) کابل ١٣٢٢ش

١٣- پيغام شهيد(مشنوى فارسى) ابل ١٣١٤ش

١٤- غزنه. (فارسى مشنوى) کابل ١٣١٥ ش

١٥- د احمد شاه بابا ديوان ، تصحيح او مقدمه (پښتو) کابل ١٣١٩ ش

١٦- پټه خزانه. تصحيح، مقدمه او تعلق (پښتو) کابل ١٣٢٢ش

ګڼه د اثر يا کتاب نوم د چاپ ځاى او نېټه

١٧- تاريخ او ادبيات پښتو جلد اول تر اسلام د مخه دوره کابل١٣٢٤ش

١٨- // // // ، دوهم جلد اسلامي دورمتر

١٠٠٠ هـ (نيم په کابل کې چاپشوى ) ١٣٣٨ ش

١٩- پښتانه شعرى ، اول جلد (پښتو) کابل ١٣٢٠ ش

٢٠- مشرقى شاعرقندهارى (فارسى) کابل ١٣١٢ ش

٢١- جوان مردان و عياران (فارسى) // ١٣٢١ ش

٢٢- طبقات ناصرى : تصحيح و مقابله و تحشيه و تعلق

(٢ جلد فارسى) ، جلد اول کويټه ١٩٤٩ع

٢٣- حورخان ګمنام افغان (فارسى) کابل ١٣٣٣ ش

٢٤- کليد شاهنامه : (فرهنګ بزرګ اسماء واعلام و لغات کشف

الادبيات و مضامين شبنامه فردوسى در سه جلد تحت تدوين

٢٥- تدقيقات پښتو ، ترجمه از دار مستتر فرانسوى، به کمک رشتيا و بينوا، کابل ١٣٢٥ش

٢٦- زرنج و احوال تاريخي ان ، (فارسى) کابل ١٣٢٣ ش

٢٧- تحقيقات راجع به پټه خزانه (فارسى) کابل ١٣٢٤ ش

٢٨- تحقيقات راجع به کتاب ترجمان البلاغه محمدبن

عمر الادويانس (فارسى) کابل ١٣٣٠ ش

٢٩- محقق قندهارى : شرح احوال و اثار مولوى

حبيب الله قندهارى (فارسى) کابل ١٣١٤ش

٣٠- ملتان کالمودى شاهى خاندان ، (اردو) لاهور ١٩٤٩ع

٣١- تاريخ افغانستان از اغاز دوره اسلامي (فارسى) لاهور ١٣٤٠ ش

٣٢- خليلى نامه : (مثنوفارسى) پيښور ١٣٣٤ ش

٣٣- کتابهاى ګم شده تاريخ غزنويان ، کراچۍ ١٣٣٨ ش

٣٤- تصحيح و مقابله و تعليقات تازه نواى معارف کراچۍ ١٣٣٩ش

٣٥- روابط ادبى و ادى سند با افغانستان ، کراچۍ ١٣٣٨ ش

٣٦- بلاد قديم و تاريخي خراسان ، جغرافياى تاريخى تحت ترتيب ،

٣٧- شاعر هيرمند هارون خان افغان ، کراچۍ ١٣٣٨ ش

د ارواښاد پوهاند عبدالحى (حبيبي ) نا چاپ اثار

ګڼه د کتاب نوم د کتاب چاپ کيدو ځاى او نېټه

١- پښتو ولويکان غزنه ، يک تحقيق جديد در تاريخ غزنه

و تاريخ ادبيات پښتو ، ناچاپ

٢- تصحيح و مقابله و تحشيه و تحقيقات طبقات الصوفيه

امام الشيخ الاسلام عبدالله (انصارى) هروى متوفى ٤٨١ هـ

با فرهنګ وفهارس در هزار صفحه از روى سه نسخه خطى ناچاپ

٣- تاريخ تجزيه شاهنشاهى افغان ،(٢ جلد ضخيم فارسى) ناچاپ

٤- نوشته ى من بزبان فارسى و پښتو مجموعه مقالات

ادبى ، منشور و منظوم (( سه جلدضخيم)) ناچاپ

٥- لاله کهسار:(مجموعه اثار شعراى کمنام فارسى زبان افغان ناچاپ

٦- تاريخ افغانستان در عصر تيموريان هند ( فارسى) ناچاپ

٧- مجمع الغرائب و مزار علوى در بلخ ، (فارسى) ناچاپ

٨- درد دل ، (فارسى مثنوى ) ناچاپ

٩- پيام عصر ، (فارسى مثنوى)

١٠- مد و جزر افغانستان (مسدس فارسى) ١٣٠٨ ش

١١-د حميد (کشميرى) اکبرنامه تصحيح او مقابله او تکميل ١٣٠٩ش

١٢- ادبيات جهان (فارسى)،

د یادو معلوماتو ماخذ: http://alamahabibi.net/

پوهاند علامه عبدالحی حبيبي (رح)



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24