2021-09-22

د محصل مجلې پرانیستنه، د پوهنځيو استادانو او محصلینو ستاینغونډه ترسره سول!

نن سه شنبه د رواني میاشتي پر ۳۰مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د محصل مجلې پرانیستنه، د پوهنځيو د استادانو او محصلینو د ستايني پر پار غونډه ترسره سول چي پکښي د یادي مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي دوکتور بهر الله صافي، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، محصلانو چارو مرستیال استاد بريالی سمسور، د پوهنځيو رئیسانو، اداري کارمندانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پيل سول،

وروسته د اجنډا سره سم د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس دوکتور صافي د غونډي د پيل او ښه راغلاست وینا وکړل او دا ډول پروګرامونه يې د استاد او محصل لپاره ګټور وبلل، ښاغلي صافي دا ډول غونډي د ظرفیت لوړوني په برخه کي یو مهم ګام یاد کړ.

علمي مرستیال ښاغلي ډاکټر نور په خپلو خبرو کي د محصل مجله د محصلینو د لیکنو په برخه کي یو ښه نوښت یاد کړ چي د یادي مجلې په مرسته به محصلین لا هم لیکنو کولو ته وهڅول سي، ښاغلي نور د نشراتو آمریت او ټولو ګډنوالو ته د یادي مجلې د چاپ او نوښت مبارکي وویل.

د پوهنځيو د رئیسانو په استازولي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس ښاغلي ذبیح الله الهام په خپلي وینا کي وویل چي د مؤسسې د رهبري څخه منندوۍ دي او ډاډ يې څرګند کړ چي پوهنځی به په پوره همږغي سره د مؤسسې ټاکل سوو اهدافو ته ځان رسوي.

د استادانو په استازولي د اقتصاد پوهنځی استاد ښاغلي بريالي روحان وویل چي استادان به نور هم هڅه او تلاښ کوي، تر څو د تدریس په برخه کي د پوهنځيو او محصلینو سره لا هم خپله همکاري زیاته کړي.

د محصلینو په استازولي ښاغلي احمد صادقي په خپلو خبرو کي وویل چي د پوهنتون د فعالیتونو او لاسته راوړونو څخه خوښ دي او د دا ډول نورو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه يې وکړه تر څو لا هم محصل په خپل ظرفیت جوړونه کي کار کړی وي.

د غونډي په ورستۍ برخه کي هغه استادان او محصلین چي په تیر سمسټر کي يې د ځان څخه وړتیا ښودلې او غوره لیکني يې کړي وې،

د پوهنتون ادارې لخوا يې هڅي وستایل سوې او ورته برابر سوي تحفې او ستاینلیکونه ورکول سول.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د محصل مجلې تر څنګ د استادانو د ترسره سوو څېړنو لپاره هم ځانګړې شپږ میاشتنۍ مجله لري چي وخت پر وخت د څېړنیز مرکز لخوا خپريږي.

د محصل مجلې پرانیستنه،  د پوهنځيو استادانو او محصلینو ستاینغونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24