2021-09-26

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!

پرون چهارشنبه د سنبلې میاشتي پر ۳۱مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون کړی و.

په پيل کي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل.

ورپسې د اجنډا سره سم د کريکولم د کمېټو پر نوي پلانونو باندي

بحث وسو، چي ګډونوالو هم د یادو پلانونو په اړه خپل نظریات شریک کړل.

همدارنګه د محصلینو او استادانو لپاره د ځينو ورکشاپونو، سیمنارونو

او ځانګړو مناظرو پر پلان خبرې وسوې، تر څو په نوي سمسټر کي یاد پلان عملي کړل سي.

د علمي شورا په لړ کي د اړتیا سره سم پر یو شمېر متفرقه

موضوعاتو باندي هم بحثونه او خبرې وسوې.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24