2021-10-27

د افغانستان او نړیوالو پوهنتونو ګډ ویبنار ترسره سو!

نن چهارشنبه د رواني میاشتي پر پنځمه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په کوربتوب د افغانستان او نړیوالو پوهنتونو ترمنځ په افغانستان کي د لوړو زده کړو پر ارزښت دوه ساعته ویبنار ترسره سو.

لومړی د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي دوکتور بهرالله صافي ټولو ګډونوالو ته د پيل او ښه راغلاست وینا وکړل او مننه يې وکړل چي په یاد ویبنار کي ورسره برخه لري.

ورپسې د اجنډا سره سم د لوړو زده کړو پر ارزښت د افغانستان او نړیوالو پوهنتونو استازو ویناوي وکړي او په یادو برخو کي يې پر سته خنډونو بحث وکړئ او تر څنګ د حل لاري چاري هم په مفصل شکل بیان کړې.

په نوموړي ویبنار کي زیات شمېر د لوړو زده کړو علاقمندانو، د پوهنتون استادانو او محصلینو هم برخه درلودل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه تل هڅه کوي چي د لوړو زده کړو په برخه کي په بهرني او داخلي توګه اسانتیاوي رامنځته کړي،

تر څو افغان محصلین د نړیوالو پوهنتونونو سره لینک او اړیکه پيدا کړي.

د افغانستان او نړیوالو پوهنتونو ګډ ویبنار ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24