2021-11-13

د څېړنیزو فعالیتونو د لا ښه کولو په موخه د فلیپین هیواد د مشهور څېړنیز بنسټ Embracing the Culture of Research - Educational Research Centre سره هوکړه لیک لاسلیک سو!

پرون چهار شنبه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئیس دوکتور بهرالله صافي د فلیپین هیواد د مشهور څېړنیز بنسټ (Embracing the Culture of Research - Educational Research Centre) د مشرتابه سره د ګډو څېړنیزو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ؛ یاد علمي بحث چي د ویډیو کنفرانس له لاري پر مخ وړل کېدى، علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، مالي او اداري مرستیال ښاغلي ریحان، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي سمسور، د پوهنځیو رئیسانو او اداري مسؤلینو ګډون کړی وو.

په پیل کي ښاغلي دوکتور صافي د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې پر هدف، لرلید او ارزښتونو رڼا واچول او ورپسې یې په اکاډمیکه برخه کي د پوهنتون پر پراخ علمي اعتبار خبري وکړې.

د بحث په جریان کي د یاد څېړنیز بنسټ مشر هم خوښي څرګنده کړل، چي خوښ دى افغانستان او جنوب زون کي، چي د کار ډېره اړتیا ده، د یو مخکښ پوهنتون میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې سره علمي همکاري پیل کوي.

په کنفرانس کي د هوکړه لیک مادې شریکي سوې؛ چي لمخي به يې دواړه طرفین په خپلو کي په تحقیقي برخه کي همکاري او مشورې شریکوي.

ورپسې دواړو لورو یاد هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د یادوني وړ ده، چي تر دې وړاندي هم د ځينو بهرني هیوادونو د څېړنیز بنسټونو سره د علمي همکارۍ تر عنوان لاندي هوکړه لیکونه لاسلیک سوي دي.

د څېړنیزو فعالیتونو د لا ښه کولو په موخه د فلیپین هیواد د مشهور څېړنیز بنسټ Embracing the Culture of Research - Educational Research Centre سره هوکړه لیک لاسلیک سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24