0221-11-17

د طب پوهنځی محصلینو ته عملي کار ترسره سوو!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د اووم سمسټر د عمومي جراحي مضمون اړوند محصلينو ته په میرویس نيکه خصوصي روغتون کي د نظري زده کړو تر څنګ عملي کار ترسره سو.

یادو محصلینو د عملي کار په جریان کي د استاد ډاکټر صاحب خان مصطفی څخه د اړوند موضوع په اړه پوره معلومات حاصل کړل او خوښي يې وښودل، چي د نظري زده کړو سره سره دوی ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره ده. د يادوني وړ ده، د طب پوهنځی محصلینو ته د ځانګړي مهالويش او د کریکولم مطابق وخت پر وخت عملي کار ترسره کیږي.

 

د طب پوهنځی محصلینو ته عملي کار ترسره سوو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24