2021-11-17

محصلینو ته د لابراتوار حفاظتي لارښود تشريح کړل سو!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنځی د لومړي سمسټر ښځينه محصلینو ته د لابراتوار حفاظتي لارښود تشريح کړل سو.

یاد لارښود چي د طبي لابراتور د اجناسو د استفادې اړوند و، د لابراتوار د مدير ښاغلي وحیدالله حقاني لخوا محصلينو ته وړاندي سو او ټول

هغه موارد چي د طبي لابراتوار د اجناسو اړوند وه، ور پېژندل سول،تر څو په راتلونکي کي محصلین د یاد لارښود په مرسته د لابراتوار د اجناسو

څخه استفاده وکړي. د یادوني وړ ده چي د طب پوهنځی ټولو محصلینو ته په لومړي سمسټر کي د لابراتوار لارښود، لایحه او طبي اصول تشریح کیږي.

 

محصلینو ته د لابراتوار حفاظتي لارښود تشريح کړل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24