2021-12-04

د طب پوهنځی محصلینو ته عملي کار ترسره سوو!

د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی د پنځم ټولګی د لومړی سمسټر د ENT مضمون اړوند د ستوني عملیات محصلينو ته په میرویس نيکه خصوصي روغتون کي د نظري زده کړو تر څنګ عملا ترسره سو.یادو محصلینو د عملي کار په جریان کي د استاد ډاکټر محمد اسلم هاشمي لخوا لومړی د ستوني د عملیاتو په اړه پوره معلومات

حاصل کړل او وروسته یې عملي کار ترسره کړ، محصلینو خوښي وښودل، چي د نظري زده کړو سره سره دوی ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره ده.د يادوني وړ ده، د طب پوهنځی محصلینو ته د ځانګړي مهالويش او د کریکولم مطابق وخت پر وخت عملي کار ترسره کیږي.

 

د طب پوهنځی محصلینو ته عملي کار ترسره سوو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24