2021-04-12

په تحصلي برخه کي ښاغلي ښادمن ته د ستايني په ویاړ اوارډ (Award) ورکول سو!

نن پنج شنبه د رواني میاشتي پر ۱۱مه نېټه د ښادمن خېریه بنسټ له لوري د فارغ محصلينو او د ماسټرۍ بورسونو د ورکړي په موخه شانداره مراسم جوړ سوي وه.

په یادو مراسمو کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان، د کندهار پوهنتون رهبري، استادانو، د فارغینو والدینو، محصلینو او ځوانانو ګډون کړی و.

ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان د ځوان تاجر حمکت الله ښادمن څخه مننه ورکړل چي د ځوانانو په تحصلي برخه کي يې تل هڅي کړي دي او تر څنګ يې یادونه وکړل چي په میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه کي یو شمیر محصلین د سوي تفاهم لیک له مخي د یاد بنسټ په مالي ملاتړ لوړو زده کړي کوي چي تیره اونۍ يې ځينو محصلینو خپل لیسانس دوره بشپړ کړل.

ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په استازولي د ښاغلي حمکت الله ښادمن د هڅو د ستایني په موخه ورته اوارډ ورکړ تر څو په علمي برخه کي يې لا هم هڅي جاري ساتل سوي وي.

د یادوني وړ ده چي په جوړ سوي مراسمو کي هغه محصلینو چي د لیسانس دوره يې بشپړ کړې او مالي ملاتړ يې د یاد بنسټ له لوري سوی و ورته د فراغت سندونه ورکول سول.

او د نوموړي بنسټ له لوري ځوانانو ته د ماسټرۍ کولو په برخه کي (۹۹) بورسونه هم اعلان کړل سول چي یاد بنسټ به يې مالي ملاتړ وکړي.

په تحصلي برخه کي ښاغلي ښادمن ته د ستايني په ویاړ اوارډ (Award) ورکول سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24