2021-12-11

په هیواد کي د خصوصي پوهنتونونو د تدریسي کیفیت په اړه رسنیزه مناظره ترسره سول!

نن پنج شنبه د رواني میاشتي پر ۱۸مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د څیړنیز مرکز له لوري په هیواد کي د خصوصي پوهنتونونو د تدریسي بهیر په اړه رسنیزه مناظره ترسره سول، چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور، د مؤسسې د پوهنځیو رئيسانو، د فرانس پریس خبري اژانس خبریال ښاغلي جاویداحمد تنویر، د طلوع نیوز خبریال ښاغلي محمدیار مجروح، د کابل نیوز خبریال ښاغلي صبغت الله ارغند، د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی ریس ښاغلي صبغت الله غورځنګ، ګڼو نورو خبریالانو او د ټولني د نورو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

د مناظرې ټولو ګډون والو د خصوصي پوهنتونونو شتون اړین وبللی او په دغه برخه کي یې د دوی د ملاتړ مسئله ډېره مهمه وګڼل.

د بحث ګډون والو د خصوصي پوهنتونونو د لا ښه کیفیت لپاره

خپل وړاندیزونه شریک کړل.

ګډون والو خپلي پوښتني مطرح کړې او د علمي مرستیال ډاکټر نور

له لوري د مناظرې پایله وړاندي سول.

د غونډي په وروستۍ برخه کي هغه استادانو او خبریالانو ته د مؤسسې لخوا ترتیب سوي ستاینلیکونه ورکول سول چي په یاده رسنيزه مناظره کي يې ګډون کړی و.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده

چي د ټولني د مهمو قشرونو سره مشورتي ناستي وکړي تر څو اکاډمیک کیفیت لا لوړ سي.

په هیواد کي د خصوصي پوهنتونونو د تدریسي کیفیت په اړه  رسنیزه مناظره ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24