2021-12-11

د کندهار ولايتي مسؤلينو د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړل!

نن پنج شنبه د رواني میاشتي پر ۱۸مه نېټه د کندهار ولایت مقام د دفتر رئيس ښاغلی مولوي محب‌الله، د جنوب غرب زون د تحصيلي کمیسون استازی ښاغلي محمد ناصر نېکزاد او ورسره مل پلاوي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه پر داسي مهال لیدنه وکړل چي د یادي مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان يې ملتیا کول.

د ولایت مقام د دفتر رئيس ښاغلی مولوي محب‌الله د لیدني پر مهال د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې ټولي کړي هڅي وستايلې او دا ډول خدمتونه يې د کندهارۍ ټولني

او ځوان نسل د روزني لپاره یو لوی ویاړ وبللی او د خپله اړخه يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ښاغلي ډاکټر نقیب الله افغان

د یاد پلاوي په راتګ سره خوښي وښودل او مننه يې وکړل چي د علمي نهادونو سره ولایتي ادارې خپله همږغي جاري ساتلې ده. د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د تیرو لسو کلونو څخه په کندهار ولایت کي د معالجوي طب، اقتصاد، حقوق او سياسي علومو پوهنځيو په درلودلو سره ځوان نسل په لوړو زده کړو سمبال ټولني ته د خدمت لپاره وړاندي کوي.

د کندهار ولايتي مسؤلينو د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړل!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24