2021-12-11

د محصلينو د گروپي کارونو لړۍ جریان لري!

نن شنبه د رواني میاشتي پر ۲۰مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي محصلینو د مقايسوي حقوق مضمون اړوند خپل عملي کارونه ترسره کړل. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د رئيس ښاغلي ذبیح الله الهام په وینا چي د یادو عملي کارونو د ترسره کولو څخه يې موخه

دا ده تر څو محصلین په عملي برخه کي هم روزنه ترلاسه کړې وي. د یادوني وړ ده چي وخت پر وخت په حقوقي کلینک کي هم محصلينو ته د مهالویش مطابق عملي زده کړي ورکول کیږي.

 

د محصلينو د گروپي کارونو لړۍ جریان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24