2021-12-15

د محصلينو د گروپي کارونو لړۍ جریان لري!

نن سه شنبه د رواني میاشتي پر ۲۳مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو څانګي د دريم سمسټر محصلینو د څېړني روشونو مضمون اړوند خپل عملي ګروپي کارونه ترسره کړل.

د یادو ګروپونو لارښود استاد او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی رئيس ښاغلي ذبیح الله الهام په وینا چي د یادو عملي کارونو د ترسره کولو څخه يې موخه دا ده تر څو محصلین په عملي برخه کي هم روزنه ترلاسه کړې وي.

د یادوني وړ ده چي وخت پر وخت په حقوقي کلینک کي هم محصلينو ته د مهالویش مطابق عملي زده کړي ورکول کیږي.

د محصلينو د گروپي کارونو لړۍ جریان لري!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24