2021-12-23

د کندهار ولايت د اقتصاد ریاست رئیس سره په اقتصادي برخه کي متخصص استادانو خپلي طرحي او مشورې شريکي کړې!

نن یکشنبه د رواني میاشتي پر ۲۸مه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځی استادانو، د کندهار ولایت د اقتصاد ریاست رئیس ښاغلي مولوي عبدالسلام بریالي ته د اقتصادي ترقۍ لپاره خپلي مشورې ورکړې.

د یادي غونډي مشري د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال

ښاغلي ډاکټر نور خالق نور کول.

په پیل کي د اقتصاد پوهنځی رئیس ښاغلي محمد واسع صدیقي ټول استادان معرفي کړل.

ورپسې په غونډه کي استادانو خپلي مشورې او د اقتصادي انکشاف لپاره خپلي طرحي وړاندي کړې.

د اقتصاد ریاست رئيس ښاغلي مولوي بریالي د ټولو استادانو څخه مننه وکړل او د دوی مشورې او طرحي يې په روان وضعیت کي ډيري د ارزښت وړ وبللې،

مولوي بریالي وویل چي یادي طرحي او مشورې به په خپلو کاري برخو کي عملي کړو.

وروسته د نظرونو تبادله سول او غونډه په دعایه سره پای ته ورسیدل.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې تل هڅه کړې ده،

چي په ټولنه کي خپل رسالت ادا کړي۔

د کندهار ولايت د اقتصاد ریاست رئیس سره په اقتصادي برخه کي  متخصص استادانو خپلي طرحي او مشورې شريکي کړې!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24