2021-12-23

د موسمي ناروغیو او کرونا په اړه ځانګړی علمي بحث ترسره سو!

نن دوشنبه قوس میاشتي پر ٢٩مه نېټه د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د PDC مرکز او طب پوهنځی په همکاري یاد علمي بحث ترسره سو!

د بحث کوربتوب د عامه اړیکو آمر عبدالقادر تکین کول، د طب پوهنځی متخصص استادانو د ژمي په موسم کي د پیښېدونکي ناروغیو په اړه خپلي طبي مشورې شریکي کړې.

د اطفالو متخصص ډاکټر نعمت الله لودین د ماشومانو د ناروغیو په اړه خپل معلومات وړاندي کړل او د خلګو څخه یې وغوښتل چي په دغه موسم کي خپل ماشومان خوندي وساتي، تر څو د موسمي ناروغیو څخه په امن کي وساتل سي.

د داخله مریضو متخصص ډاکټر عبدالغني یاسین په خپلو خبرو کي د لویانو پر امراضو او تداوۍ رڼا واچول، د اطفالو متخصص ډاکټر هدایت الله حکیمي په ماشومانو کي د سینه بغل ناروغۍ پر علایمو خبري وکړې او د اړتیا سره سم طبي مشورې یې شریکي کړې.

د پزي، ستوني او غوږ متخصص ډاکټر اسلم هاشمي د موسمي ناروغیو د مخنيوي پر لارو چارو او تداوۍ خپل وړاندیزونه شریک کړل.

د مناظرې په جریان کي محصلانو هم خپلي پوښتني شریکي کړې.

د بحث لمن د علمي مرستیال په وینا سره راټوله سول.

د یادوني ده چي میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د ټولني په مختلفو برخو کي خپل اکاډمیک فعالیت ترسره کړی دی او لا به جریان ولري.

د موسمي ناروغیو او کرونا په اړه ځانګړی علمي بحث ترسره سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24