2021-12-23

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!

نن سه شنبه د قوس میاشتي پر ۳۰مه نېټه د ميرويس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کي د علمي شورا نوبتي غونډه د علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور په مشري ترسره سول، چي پکښي د یادي شورا غړو ګډون کړی و.

په پيل کي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور د تیري علمي شورا موضوعاتو

ته لنډه کتنه وکړل.

وروسته د اجنډا سره سم د طب پوهنځی د فارغ محصلینو د اګزيټ او تخصص ازموينو پر شپږ میاشتني کورس خبرې وسوې تر څو د پلان سره سم يې چاري تعقیب سي.

ورپسې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې له لوري د جنوب غرب زون

د سيالۍ په اړه بحثونه او نظریات شریک کړل سول.

همدارنګه د پوهنتون د څېړنيزي مجلې پر ۱۱مي ګڼي خبرې وسوې، تر څو استادان خپلي څېړنيزي مقالې څېړنیز مرکز ته وسپاري او د نشراتو آمریت له لوري یاده مجله چاپ او د لوستونکو لپاره اماده کړل سي.

د علمي شورا په لړ کي د اړتیا سره سم پر یو شمېر نورو متفرقه

موضوعاتو باندي هم بحثونه او خبرې وسوې.

د یادوني وړ ده چي د هري میاشتي په وروستۍ نېټه علمي شورا ترسره کیږي

او د پوهنتون په کچه تصامیم پکښي نیول کیږي.

د علمي شورا نوبتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24