2021-12-23

د نشراتو آمریت د قوس میاشتي غونډه ترسره سول!

 

یاده غونډه د ميرویس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي رئيس ښاغلي ډاکټر نقيب الله افغان په مشري نن چهارشنبه په عمومي رياست کي ترسره سول،

چي پکښي علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور، محصلانو چارو مرستیال استاد بریالی سمسور، د نشراتو آمریت آمر محب الله هوتک، د پوهنځيو رئیسانو، او د نشراتو کمېټې غړو ګډون کړی وو.

په پیل کي ښاغلي هوتک د تیري غونډي مهمو موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړل او همدارنګه يې د محصل د دوهمي ګڼي مجلې په اړه جزیات ورکړل، چي ګډونوالو هم خپل نظریات د یادي موضوع اړوند شریک کړل.

ورپسې د اجنډا سره سم د محصلینو د ظرفیت لوړوني او تشویق په موخه ترتیب سوې طرحه وړاندي سول چي د کمېټې د ګډنوالو د بحثونو او نظریاتو شریکولو وروسته تاید سول.

همدارنګه د عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان په لارښوونه د مؤسسې د ځانګړي کتلاک خبره وسول تر څو د نشراتو له لوري په ښکلې بڼه ترتیب، چاپ او د علاقمندانو په واک کي ورکول سي.

د یادوني وړ ده چي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په خپل کاري چوکاټ کي د چارو د لا ښه تنظیم لپاره ځانګړې کمېټې لري چي وخت پر وخت د چارو د ښه ترسره کولو په موخه غونډي کوي.

د نشراتو آمریت د قوس میاشتي غونډه ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24