2021-12-30

د خصوصي پوهنتونو د اتحاديي رهبري پلاوي په کندهار ولایت کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه ترسره کړل.

نن شنبه د رواني میاشتي پر ۴مه نېټه د خصوصي پوهنتونو د اتحاديي رهبري پلاوي د هرات ولایت د سفر څخه وروسته په کندهار کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه پر داسي مهال لیدنه ترسره کړل، چي د یادي مؤسسې عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان او په کندهار کي د اتحاديې د جنوب زون سرپرست رئيس، مرستیال او د یادي مؤسسې مؤسس ډاکټر غلام فاروق نعیمي هم ګډون درلود دی.

د یادي لیدني په پيل کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئيس ډاکټر نقیب الله افغان راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ يې د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د ترسره سوو فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات ورسره شریک کړل.

د خصوصي پوهنتونو د اتحاديي اجرایه رئيس ښاغلي عبدالله عبدالبر د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د فعالیتونو ستاینه وکړل او همداسي د خپل سفر موخه يې په ولایتونو کي د خصوصي پوهنتونو د روان تدریسي بهیر څخه لیدنه یاده کړل.

ورپسې د خصوصي پوهنتونو د اتحاديي اداري او مالي مرستیال او د روښان پوهنتون رئيس ښاغلي فتح ګل شینواري د لوړو زده کړو پر روان تدريسي بهیر بحث وکړ او په ټولنه کي يې د خصوصي پوهنتونو رول مهم یاد کړ.

همدارنګه په کندهار کي د جنوب زون د خصوصي پوهنتونو د اتحاديي سرپرست رئيس، مرستیال او د یادي مؤسسې مؤسس ډاکټر غلام فاروق نعیمي د راغلي پلاوي څخه ځانګړې مننه وکړل او د خپله اړخه يې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه د بهرني هیوادونو د اتحادیې د غړیتوبونو تر څنګ په هیواد کي د خصوصي پوهنتونو د اتحاديي غړیتوب هم لري.

د خصوصي پوهنتونو د اتحاديي رهبري پلاوي په کندهار ولایت کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه ترسره کړل.



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24