2021-12-30

متخصص ډاکټر حمکران نوابي د میرویس نیکه خصوصي روغتون د نوي رئیس په صفت معرفي کړل سو!

نن دوشنبه د رواني میاشتي پر (۶)مه نېټه د میرویس نیکه خصوصي روغتون رئیس د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د علمي مرستیال ډاکټر نورخالق نور او ورسره مل پلاوي له لوري د پوهنتون او روغتون اداري کارکوونکو ته معرفي کړل سو.

په پیل کي د پوهنتون علمي مرستیال د مخکني رئیس د هڅو ستاینه وکړل او نوي رئیس ډاکټر نوابي ته یې په چارو کي د بریالیتوب هیله وښودل.

د روغتون نوي رئیس ډاکټر نوابي د ښاغلي ډاکټر افغان او راغلي پلاوي څخه ځانګړې مننه وکړل چي ورباندي باور یې وکړ او دغه ستر مسؤلیت یې ور په غاړه کړ.

همدا رنګه پلاوي د روغتون د ټولو چارو څخه لیدنه ترسره کړل او تر څنګ یې د هر راز همکارۍ ډاډ ور کړ.

د یادوني وړ ده چي ډاکټر حمکران نوابي د طبي برخي په داخله څانګه کي د تخصص تر کچي زده کړي کړي دي

متخصص ډاکټر حمکران نوابي د میرویس نیکه خصوصي روغتون د نوي رئیس په صفت معرفي کړل سو!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24