2021-12-30

د تابعیت لاسته راوړلو اړوند علمي مناظره ترسره سول!

نن سه شنه د رواني میاشتي پر ۷مه نېټه د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د قضاء او څارنوالي څانګي د اووم سمسټر محصلینو د تابعیت لاسته راوړلو اړوند علمي مناظره ترسره کړل.

په یاده مناظره کي د مؤسسې علمی مرستیال ډاکټر نور خالق نور، د پوهنځی رئیسانو، د څانګو آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.

په مناظره کي د یاد صنف محصلینو لارښود استاد نذیراحمد قریشي وویل چي زموږ هدف د یادو مناظرو او بحثونو څخه د محصلینو د وړتیاو ښکاره کول دي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس ذبیح الله الهام د استاد قریشي څخه مننه وکړل او تر څنګ یې د نورو استادانو څخه هم د داسي مهمو فعالیتونو د ترسره کولو یادونه وکړل.

محصلینو په مناظره کي پر اړوند موضوع بحثونه وکړل چي په وروستۍ برخه کي ګډونوالو خپلي پوښتني هم وکړې.

د یادوني وړ ده چي میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې تل د محصلینو د ظرفیت لوړوني په موخه زیات شمیر غونډي، ورکشاپونه، لنډ مهاله کورسونه، علمي سمینارونه او داسي نور مهم بحثونو ترسره کړي دي او لا هم یاده لړۍ جریان لري.

د تابعیت لاسته راوړلو اړوند علمي مناظره ترسره سول!



نور اړوند خبرونه
2024-Nov-24